IQNA

د جاهلانو په وړاندې د عالمانو د مقام عظمت؛له معظم رهبر سره د استاذانو د لیدنې په وخت د لګول شوي آیت  پیغام

14:35 - May 03, 2023
د خبر لمبر: 3487279
ایکنا-(تهران) د ؛زمر؛سورې 9 آیت د اسلام د یوه اساسی شعار په معنا د جاهلانو په مقابل کې د متفکرانو او  او استاذانو د علم او مقام د ځائيګي دعظمت  او لویوالي ښودنه کوي او  ددغه برلاسي  عامل حقیقت پالنه او پند منل دي.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د غواي د میاشتې په دولسمه نیټه چې د ؛معلم ؛ ورځ په توګه لمانځل شوي،د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره د معلمانو او فرهنګیانو  د کتنې په وخت د ؛زمر ؛سورې د نهم آیت یوه برخه ؛ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ  ( ؛آیا هغه کسان چې معرفت او پوهه لري، او هغه کسان چې له معرفت او پوهې بې برخې وي ،یو شان دي ، دحضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د وینا په ځاي کې لوړ نصب شوی ؤ چې  له دغې ورخې سره په تناسب کې اوله معرفت او پوهې څخه د برخمنیدا په اهمیّت ټینګار دی.

دا جمله له منفي پوښتنې سره پیل شوې او د اسلام  یوه برخه او اساسی شعار دی ، دجاهلانو په مقابل کې د  عالمانو او علم د مقام  عظمت روښانه کوي او لکه څنګه چې  دغه نابرابري په مطلق ډول ذکر شوې ، معلومیږي  دغه دواړه ډلې  نه دخداي په درګاه کې یوشان دي او نه هم دخبرو اوپوهو  انسانانو په نظر کې ، نه په دنیا کې په یوه صف کې دي او نه هم په آخرت کې . نه په ظاهر کې یو شان دي او نه هم په باطن کې ،  په دغه آیت کې علم او پوهه یوه عامه معنا لري او درست علوم  چې د انسان په ګټه وي پکې شاملیږي.

آیت دغه ټکی یادوي چې  پیغمبر اکرم(ص) او  الهی رهبران  د خلکو د ویښولو  او دعلم او معرفت  ارزښت  ته او پر جاهلانو د عالمانو برلاسي ته په متوجه کولو باندې مامور دي او د پیغمبر اکرم(ص) ماموریت  ددغه روښانه حقیقت په اعلان سره چې عالمان له جاهلانو سره برابر نه دي،یوازې د خلکو  د ویښولو او دعلم او معرفت  لوړ  ارزښت ته ددوي د متوجه کولو لپاره  دی.

همداراز ددغه آیت بل پیغام  دا دی چې معرفت او پوهه لرونکي  له جاهلانو او نادانانو سره ، د شخصیّت  او برخلیک له نظره یو شان نه دي  او دا  برلاسی د انسان په عقل او فطرت کې  روه روښانه او څرګنده چاره ده.

 له بل پلوه ، دغه آیت د هغه قرآني تربیتي پیغام لرونکی دی چې  هغه هم  تفکر او غور کولو ته  هڅونه  او د فکر رابرسیره کول دي.

ددغه آیت په دوام کې د  «إنّما یتذکّر أُولوا الألباب»،په عبارت سره حقیقت پالنه او پند ترلاسه کول  پر جاهلانو د عالمانو د برلاسي دلیلونه معرفي کوي او داځانګړنه د عقل سلیم  نښه ګڼي.

نو ځکه له دغه آیت څخه په استفادې سره په ټولنې کې د عالمانو او متفکرانو او د دوي لازیات لوړ ځائيګي  ته د احترام  ضرورت او د علم او پوهې اهمیّت مشخص کوي. ځکه د علم او خبریدا او پوهې فضیلت پخپله  علم او پوهې ته ورګرځي  او د عالمانو او متفکرانو،علم او معلمانو احترام،پخپل ذات کې علم دی او نه یوازې  دهغو کارندوالی او نتیجه،که څه هم د علم کارندوالي او دهغو آثار هم مهم دي .

پر دې اساس باید  دمعلمانو او استاذانو  ارزښت او کرامت درک کړو او دهغه قدرونه او درنښت وکړو او پوهه شو چېدټولنې علمي او معرفتي وده  د  استاد او عالمانو د علم له حقیقي درنښت او احترام پرته ممکنه  نه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4137989

 

captcha